د غزې په بېلابېلو سیمو کې صهیونېست رژیم یو ځل بیا درانه بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۱۵ تنه بې ګناه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د ځینو حالت پکې نازک ښودل دی.
بل پلو، دغه رژیم د غزې له ځینو برخو په زور فلسطینیان کډوالۍ ته اړ کړي دي.
یاده دې شي چې غزه کې لومړنیو روغتیایي چوپړونو ته لاسرسی هم سخت شوی او ګڼ خلک له لوږې سره مخ دي.