ملي دفاع وزارت ویلي، چې د حضرت ابوعبیده بن جراح رض د ملي دفاع پوهنتون د حضرت اسامه بن زید له نظامي اکاډمۍ څخه ۱۶۵ تنه افسران فارغ شوي دي.
ویل کیږي چې دغه افسران له ۶ میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.
په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعليماتو او پرسونل معينيت مرستیال، د ملي دفاع پوهنتون قوماندان او ګڼو نورو مسوولینو برخه اخیستې وه.
تازه فارغو شویو ځوانو افسرانو له خپل نظام څخه دفاع او ساتنه د ځان مسوولیت ګڼلی او په وینا یې چې د اسلامي نظام په پار به له هېڅ سرښندنې درېغ ونه کړي.