د سرحدي ځواکونو ویاند عابدالله فاروقي د قاچاق او جعل پر تور د دوو تنو د نیونې خبر ورکړی دی.
ښاغلي فاروقي ویلي چې د نیول شویو قاچاقبرانو له ډلې یې یو د تاجکستان او بل د چین وګړی دی.
د سرحدي پولیسو لوي ریاست همداشان ویلي چې تېره میاشت د هېواد په هوایي ډګرونو او بندرونو کې ۳۵ تنه نیول شوي دي. ددغه ریاست مسوولینو همدارنګه ویلي چې منسوبینو یې د دوه سوه زره درهمو د قاچاق مخنیوی هم کړی دی. یاده دې شي چې د سرحدي پولیسو لوي رییس ډاډ ورکړی چې هېچا ته د اسلامي امارت د قوانینو د نقض اجازه نه ورکوي.