ډېر لوستل شوي

هلمند کې ۶۰۰ پولیس له مسلکي او عقیدتي زده کړو فارغ شوي

د هلمند د اسلامي او ملي پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۶۲۳ تنه پولیس  فارغ شوي دي.

ددغو پولیسو په فراغتغونډه کې د هلمند ملکي او نظامي مسوولینو برخه اخیستې وه.

غونډه کې د اسلامي او ملي پولیسو ښوونیز مرکز قومندان ویلي چې دغه سرتېري له یوې میاشتنۍ عقیدتي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

فارغو شویو پولیسو هم ډاډ څرګند کړی، چې دوی د نظام د ساتنې او د ولس د امنیت د تینګښت لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنې ته چمتو دي.

د اسلامي پولیسو روزنیز مرکز مسوولینو د معلوماتو له مخې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو تر دې مهاله یاد مرکز څخه ۶ زره ۶۸۰ پولیس له مسلکي او اخلاقي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

اړوند خبرونه