د کندز د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر په یوه اعلامیه کې دې ولایت کې د نشه یي توکو د لسو کارباریانو د نیونې خبر ورکړی دی.
په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې دا کسان په کندز ښار او خان اباد ولسوالۍ کې له زیاتې اندازې تاریاکو سره نیول شوي دي.
تورنو کسانو یاد تاریاک په دوو موټرو کې ځای پر ځای کړي وو چې غوښتل یې د کندز له لارې یې نورو ولایتونو ته ولېږدوي.
یاده دې شي چې یاد کسان له څېړنو ګروېګنو لاندې دي.