د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ویلي چې د ارزګان ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې ۶۶۶۰ کیلوګرامه ومان کشف شوي دي.
یاد معینیت په خپل اېکس لیکلي چې یاد ومان د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي چې په بشپړ ډول وسوځول شول.
یاده دې شي چې ومان په غرني ډول په غرونو دښتو او هم په پټيو کې کرل کیږي چې د ځینو نشه یي توکو په کارونه کې ترې ګټه اخیستل کیږي. د ومانو بوټو کرل او پېر پلور هم د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې منع دی.