ډېر لوستل شوي

د نشه‌يي توکو پر ضد عملیات؛ په دوو ولایتونو کې ۵ تنه ونیول شول

له نشه‌يي توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې معينيت په خوست او کندز کې پنځه تنه د نشه‌يي توکو په تور نيولي دي.

له نشه‌يي توکو سره د ياد وزارت معينيت وايي، پوليسو یې دغه کسان له ۲۵۹ ګرامه چرسو، نږدې ۶ کيلو ګرامه خامو ترياکو او ډول ډول نشه‌يي توکو سره يو ځای نيولي دي.

د مسوولينو په وينا، نيول شوي کسان به له لومړنيو څيړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي. د ويلو ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم په مرکز کابل سربېره ولايتونو او ليرې پرتو سيمو کې د نشه‌يي توکو د پلور، پير، لېږد او کارولو په تړاو ګڼ شمېر تورن کسان نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

اړوند خبرونه