د عدليې وزارت سرپرست شيخ عبدالحکيم شرعي نن د سن پترزبورګ د نړيوالې حقوقي مجمع په ديارلسمې ناسته کې د ګډون په موخه روسيې ته سفر وکړ.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې به ښاغلی شرعي د قوانينو د څرنګوالي، په نړيوالو حقوقو کې د اصلاحاتو د اړتيا، د عدالت د ساتنې او د نړيوالو تعاملاتو پر وړاندې د اسلامي امارت د دريځ په تړا وينا وکړي.
د نړیوالې حقوقي مجمع ناسته د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د روسیې د سن پترزبورګ په ښار کې پيلېږي او د درېيو ورځو لپاره به دوام ومومي. د يادونې وړ ده، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په رسمي بلنه نن تهران ته سفر وکړ.