ډېر لوستل شوي

پکتیکا؛ په جاني‌خېلو کې د ۶ کیلومتره سړک د جغل اچونې چارې بشپړې شوې

د پکتيکا ولايت د رسنيو دفتر په جاني‌خېلو ولسوالي کې د شپږ کيلو متره سړک د جغل اچونې چارو له بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د ياد ولايت د ټولګټو رياست رييس مولوي محمد اکبر عادل وايي، چې د دغه سړک چارې د مسلکي غړو، ماشينري او د لواء د ماشينري په همکارۍ د ۲۷ کاري ورځو په موده کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته سپارلې دي.

د دې سيمې اوسېدونکو د ياد سړک د چارو له بشپړېدو خوښي ښودلې او زياته کړې يې ده، چې له دې سره به د ترانسپورټ په برخه کې د دوی ستونزې حل شي. د ويلو ده، چې د ټولګټو ریاست په مرکز سربېره ګڼو ولسوالیو کې خراب سړکونه د مسلکي غړو او خپلې ماشینري په وسيله رغولي دي.

اړوند خبرونه