ډېر لوستل شوي

الفاروق قول اردو کې ۲۱۳ پوځي وسایط ترمیم او بېرته چمتو شول

ملي دفاع وزارت په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې د ۲۱۳ پوځي وسايطو له ترميم خبر ورکړی دی.

ياد وزارت وايي، په ترميم شويو وسايطو کې ۱۴۲ رنجر، ۲۳ انټرنېشنل، ۳۸ زغروال هاموي ټانګونه او ۴ هاموي امبولانسونه شامل دي.

دغه پوځي وسايط د يادې قول اردو د درېيمې لواء تخنيکي پرسونل له لوري د تېرو لسو میاشتو په موده کې ترميم او ګټې اخېستنې ته چمتو شوي دي.

ملي دفاع وزارت دغه ګام د ملي اسلامي اردو په کچه د وسایطو د ساتنې، ظرفیت لوړولو او د شته امکاناتو د اغيزمنې کارونې د دوامدارو پروګرامونو یوه برخه بللې ده.

اړوند خبرونه