د بلخ د مقام دفتر ویلي چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به سږکال ۵۵ نوي مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د هېواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني او مله تخنیکي پلاوي سره ددې سایټونو د جوړونې خبر ورکړی دی.
ناسته کې د هېواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي چې ټکنالوژي په اوسني وخت کې د ټولنې یوه مهمه اړتیا ده او په وینا یې بلخ کې به مخابراتي چوپړونه لا پراخوي.
نوموړي په ټینګار ویلي چې لومړی باید په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې مخابراتي چوپړونه پراخ او بیا دې په مرکز بلخ کې یاد چوپړونه وغځول شي.
یاده دې شي چې کې د هېواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د یوه پلاوي په ملتیا د هېواد شمالي ولایتونو ته تللی دی.