ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزارت مشهد کې د افغان جنرال کونسل پر مړینې خواشیني ښودلې

د  بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل اېکس په مشهد کې د افغان جنرال کونسل فیضان الله ناصري د مړینې اړوند خواشیني ښودلې ده.

ویل کیږي چې نوموړی نن د زړه د ناروغۍ په سبب وفات شوی.

بهرنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې د نوموړي پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده. وزارت وړاندې ویلي چې ښاغلی فیضان یو مخلص او ژمن شخصیت و، چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې یې په فرهنګي او سیاسي ډګر کې صادقانه او ارزښتناک چوپړونه ترسره کړي دي.

اړوند خبرونه