د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیبالله اغا او د دې وزارت د مسوولینو په ګډون د کابل ښار په مدرسو کې د تدریسي او اداري چارو د کیفیت لوړونې د همغږۍ ناسته ترسره شوې ده.
د پوهنې سرپرست وزیر په دې غونډه کې ویلي چې علماءکرام د راتلونکو نسلونو په ښوونه او روزنه کې بنسټیز رول لوبوي. مولوي حبیبالله اغا وړاندې ویلي: علماءکرام د راتلونکو نسلونو په ښوونه او روزنه کې بنسټیز رول لوبوي او دا علماءکرام دي، چې ټولنه صراط المستقیم لارې ته رهبري کوي.
ددې غونډې په ترڅ کې یې د مدرسو له مسوولینو غوښتي چې د زده کوونکو او د طالب العمانو ترمنځ دې پوهنیزې سیالۍ چمتو شي.