د ننګرهار امنيه قوماندانۍ امنيتي ځواکونو يو تن د قتل په تور نيولی دی.
د يادې قومانداني وياند سید طیب حماد وايي، چې دغه تورن کس يو تن په ډېرې بېرحمۍ سره د توفنګچې په وسيله وژلی و.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د وياند په وينا، چې تورن کس به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د ننګرهار امنيتي ځواکونو دغه اقدام ښيي چې د جنايي پېښو په مخنيوي کې امنيتي ادارې جدي دي او هڅه کوي، چې مجرمين د قانون منګولو ته وسپاري.