ډېر لوستل شوي

راخوشې شوي افغان کډوال له مرستو وروسته خپلو مېنو ته ولېږدول شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۲۸۶ افغان کډوالو د راخوشې کېدو خبر ورکړی دی.

ياد وزارت د کندهار د سپين‌بولدک د سرحدي امريت د معلوماتو له مخي ويلي، چې دغه کسان سره له دې قانوني اسناد يې هم درلودل د ياد هېواد په بېلابېلو زندانونو کې بنديان وو، چې د غويي مياشتې په ۲۸مه له بنده ازاد او بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.

د مسوولينو په وينا، یاد کسان له ثبت او د بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي. بايد وويل شي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د افغان کډوالو د خلاصون، مرستې او خپلو مېنو ته د رسېدنې په برخه کې خپلې هڅې دوامداره ساتلې دي.

اړوند خبرونه