ډېر لوستل شوي

سعودي پر غزې د صهيونېست رژيم بریدونه د سیمې سولې ته ګواښ بللی

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د صهيونېست رژيم له لوري د غزې په شمالي او جنوبي سیمو کې تازه پوځي یرغلونه او روان بریدونه په کلکه غندلي دي.

د ياد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا ډول پوځي کړنې نه یوازې د نړیوالې ټولنې له ارادې سره په ټکر کې دي، بلکې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: “دغه بریدونه د سیمې د سولې او ټیکاو لپاره شته فرصتونه له ګواښ سره مخ کوي او د بشردوستانه هڅو مخه نیسي.”

د ويلو ده، چې د ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو له لوري د اوربند بیا بیا غوښتنه شوې، خو تر اوسه د دې رژيم د بریدونو لړۍ لا هم نه ده درېدلې.

اړوند خبرونه