ډېر لوستل شوي

توپچي ریاست ۲۴ ځوان منسوبین فارغ کړي

ملي دفاع وزارت له توپچي ریاست څخه د ۲۴ تنو منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی.

ویل کیږي چې دا کسان د میلان کنکورس(رهبري کېدونکي راکټ) له یو میاشتنۍ مسلکي او عملي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

په یادو مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی د درستیز مرستيال مالي خان صدیق، د لوی درستیز درستیزوال مولوي شبير احمد عثماني، د اپراسیون رییس او د دفاع وزارت ګڼو نورو  مسوولینو برخه اخیستې وه.

د لوی درستيز مرستيال دا فارغان د خپل مسلک پالنې او ژمنتیا ته رابللي دي. نوموړي وړاندې ویلي:«دا مه هېروئ چې د اسلامي امارت د فداکار او متعهده پوځ یوه مهمه برخه یاست؛ د خپل وطن او د اسلام سپېڅلي دین دفاع ستاسو شرعي او ملي مسئولیت دی، خپل مسلک ته په پوره اخلاص او صداقت سره ادامه ورکړئ تر څو د هېواد د ساتنې په لاره کې پیاوړي ودرېږئ.»

د لوی درستیز مرستیال وړاندې ټینګار کړی چې هر باعزته هېواد د ملي اسلامي اردو په څیر یو منظم، زړور او د قربانۍ روحیې درلودونکی پوځ هیله لري.

یاده دې شي چې ملي دفاع وزارت تر دې دمخه هم په بېلابېلو برخو کې ګڼ ځوان منسوبین فارغ کړي دي.

اړوند خبرونه