ډېر لوستل شوي

حیرتان بندر کې اورلګېدنه مهار شوې

د بلخ د امنيه قوماندانۍ رسنیز دفتر ویلي چې پرون(سه شنبه، غویي ۳۰مه) ددې ولایت په حیرتان بندر کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه، چې پر وخت مهار شوې.

د بلخ مسوولنیو ویلي چې دا اورلګېدنه د تېلو په یوه پمپ کې رامنځته شوې چې ددې ولایت د اور وژنې پولیسو له لوري مهار شوې ده.

ویل کیږي چې د اور وژنې ډلګۍ د دوه سوه زرو افغانیو د زیان مخنیوی کړی دی.

اړوند خبرونه