ډېر لوستل شوي

کابل کې څلور تنه له نشه‌يي توکو سره يو ځای ونيول شول

له نشه‌يي توکو سره د کابل امنيه قوماندانۍ د مبارزې مديريت د ۱۵ مې حوزې پوليسو د يو لړ کشفي عملياتو په ترڅ کې څلور کسان د نشه‌يي ګوليو (زيکپ) د قاچاق، پېر او پلور په تور نيولي دي.

د يادې قومانداني وياند خالد ځدراڼ په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې په دې قضيه کې يو کس له ۳۰ زره زيکپ ګوليو سره يو ځای نيول شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې له نشه‌يي توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې معينيت منسوبينو په دې وروستيو کې د يادو توکو د پلور، پېر او قاچاق په وړاندې جدي مبارزه پيل کړې او په مرکز سربېره يې ولايتونو او ليرې پرتو سيمو کې يې ګڼ قاچاق وړونکي هم نيولي دي.

اړوند خبرونه