د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د دفتر رييس مولوي نياز محمد تقي په مشرۍ د سرحدي خدمتونو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه، چې پکې د يادې کمېټې استازو او تخنيکي غړو ګډون کړی وو.
ياد وزارت وايي، په دې مشورتي ناسته کې د ننګرهار، نورستان او پکتيا ولايتونو په سرحدي ولسواليو کې د خدمتي پروژو د پيل، عملي چارو او شته ستونزو د ارزونې په اړه خبرې شوې دي.
د سرحدي خدمتونو د مرکزي کمېټې مسوولينو ويلي، چې د نورستان ولایت په کامدېش او برګ مټال ولسواليو کې به ژر د جوماتونو او ديني مدرسو د رغولو څو پروژې پيل، پکتيا کې به د څاګانو د کنېدلو پروژې عملي او په ننګرهار کې به د ځينو د شته ستونزو د حل لپاره لازم ګامونه پورته شي. د يادونې وړ ده، چې ياد وزارت څه موده وړاندې هم د ننګرهار ولایت په اچين، دوربابا، لعلپورې، مومندرې او خوګياڼو ولسواليو کې د ۷۱ ميليونه افغانيو په ارزښت يو شمېر پروژې د پليکېدو موخه وړاندې کړې وې.