ډېر لوستل شوي

د ملا برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت وايي چې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه شوې ده.

ښاغلي فطرت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا غونډه نن (غبرګولي ۸مه) نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې شوې او پکې له اجنډا سره سم ملت سټیل او خان وزیري شرکتونو ته د بامیانو د یکاولنګ ولسوالۍ د سیاه درې سیمې د اوسپنې د ظواهرو د قرارداد ورکړې پر موضوع خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې یادو شرکتونو ته د دغه قرارداد ورکړه په دې شرط تایید شوې چې دوی به هېواد کې د اوسپنې د سل سلنه پروسس فابریکې جوړوي او له سل سلنه پروسس شوې اوسپنې څخه به ۲۰ سلنه رویالیټي کانونو او پټرولیم وزارت ته ورکوي.

د ملا برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې همداراز د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د کوري تاو سیمې د ګچ ډبرو د لومړي او دوهم بلاکونو د رویالیټۍ پر موضوع هم بحث شوی دي.

د سرچینې په وینا چې په دې غونډه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د لقمان ډنډ سیمې د مرمرو ډبرو کان او د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ اړوند د جوکان سیمې د مرمرو ډبرو کان د رویالیټي پر موضوع هم خبرې شوې دي.

د یادونې ده چې د دې غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده سپارل شوې چې د یادو کانونو د رویالیټۍ په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

اړوند خبرونه