د غزني روغتیايي مسوولینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو سره د ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت د تجهیزاتو او وسایطو د مرستې خبر ورکړی.
د غزني د عامې روغتیا رییس، ډاکټر محمدځیرک ځیرک ویلي چې د ۷ امبولانسونو، ۳۳ موټرسایکلونو، د الټرساونډ ۶ ماشینونو او د اکسیجن د تولید یو ماشین په ګډون بېلابېل طبي تجهیزات د غزني ولایتي روغتون، د روږدو لپاره ۵۰ بستریز روغتون او د اندړو، خوږیاڼو، اجرستان او قرهباغ ولسوالیو روغتونونو ته ورکړل شوي دي.
د ښاغلي ځیرک په وینا چې د روغتیایي تجهیزاتو دا مرسته د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي ملاتړ او د «جک» موسسې په همکارۍ شوې ده.
د غزني روغتیایي مسوولینو همداراز ویلي چې له دې مرستې سره به د غزني ښار او لرو پرتو ولسوالیو د خلکو لپاره روغتیايي خدمتونه ښه شي او د ناروغانو د لېږد ستونزې به تر ډېره ورسره حل شي.
په ورته وخت کې د غزني یو شمېر اوسېدونکو د یاد ولایت له روغتیايي مرکزونو سره د طبي تجهیزاتو پر دې مرستې خوښي ښودلې او روغتیایي خدمتونو ته یې د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځتهکولو غوښتنه کړې ده.