د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له یاد هېواده د ایستلو له ګواښ سره مخ افغانانو ته په اشارې ویلي چې دوی باید په امریکا کې «د دایمي استوګنې» لپاره غوښتنلیک ورکړی وای.
د یاد وزارت مرستیال ویاند «ټیمي پیګوټ» د افغانانو لپاره په امریکا کې «TPS» لنډمهالی حالت بللی او په وینا یې چې دا حالت هر وخت پایته رسېدلی شي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ټرمپ ادارې له لوري هلته د «TPS» پروګرام تر لغوهکولو وروسته زرګونه افغانان د ایستلو له ګواښ سره مخ شوي دي.