د ایران پوځ ویلي، چې که اړتیا پېښه شي؛ نو پر اسراییلو به د دوی راتلونکي توغنديز بریدونه د تېرو بریدونو په پرتله شل چنده ډېر ځواکمن وي.
الجزیرې شبکې د ياد پوځ په حواله ويلي، چې ایران د خپلې خاورې دفاع ته چمتو دی او د هر ډول برید په وړاندې به سخت غبرګون وښيي. دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د ایران او اسراییلو ترمنځ ترینګلتیا په بېسارې توګه لوړه شوې ده.