ایراني رسنیو په ورامین ولسوالۍ کې د صهیونیستي رژیم د F-35 جنګي الوتکې د نسکورېدو خبر ورکړی.
رسینو د دې ولسوالۍ د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا الوتکه د ایران دفاعي سیستم له لوري ویشتل شوې او نسکوره شوې ده.
د راپورونو له مخې چې الوتکه د ورامین ولسوالۍ په «جوادآباد» سیمه کې رانسکوره شوې ده.
په ورته وخت کې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان ویلي چې په ایران کې د دوی تر څارنې لاندې د «سانټریفیوج» د تولید دوه مرکزونه په نښه شوي دي.
د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې چې په تهران کې هغه ودانۍ لګېدلې چې سانټریفیوجونه پکې تولید او ازمایښت کېدل. د ویلو ده چې سانټریفیوج په اټومي بهیر کې کارېدونکې وسیلې چې د موادو د بېلوالي لپاره کاریږي.