د افغانستان بانک مسوولین وايي چې سبا (چهارشنبې) ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په خبرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتل شوي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک د داوطلبۍ له ګټوونکو غوښتي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.”
د افغانستان بانک تر دې مخکې هم د افغانۍ د ثبات او ارزښتساتنې په موخه میلیونونه ډالر د لیلام په ډول پلورلي وو.