ډېر لوستل شوي

کونړ کې ۳۵ پراختیایي پروژې پلې کېږي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت خبر ورکړی چې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ۳۵ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پروژې د فرضي کرښې تر څېرمه په دانګام، شلتن، خاص کونړ، مرورې، سرکاڼو او ناړۍ ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو معین، مولوي محمد اسماعیل غزنوي له لوري پرانیستل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کونړ والي، مولوي قدرت الله ابو حمزه د اسلامي امارت له لوري دا ډول پروژې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خلکو د ستونزو د حل لپاره او ارزښتناک ګام بللی دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژو کې د اوبو رسونې شبکې، سړکونو جوړول او رغول او ورته نورې زیربنايي چارې شاملې دي.
په خبرپاڼه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو معین، مولوي محمد اسماعیل غزنوي له قوله ویل شوي چې د کونړ ولس د اسلامي نظام د بریا او ثبات په برخه کې نه هېرېدونکي خدمتونه ترسره کړي، نو د اسلامي نظام مسوولین هم ژمن دي چې دوی ته بنسټیز خدمتونه وړاندې کړي.

اړوند خبرونه