د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او قومي مشرانو په هڅو، په کاپيسا، پروان او لغمان ولايتونو کې درې اوږدمهالې شخړې هوارې شوې.
ياد وزارت وايي، د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې ۱۳ کلنه شخړه چې له امله يې دوو تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، د سيمهييزو مشرانو په منځګړيتوب سولهييزه پای ته ورسېده.
په پروان کې هم د يوې کورنۍ ترمنځ ۱۷ کلنه شخړه، چې د ښځې او خاوند تر جلاوالي رسېدلې وه، د شريعت له مخې حل شوه او دواړه بېرته يو ځای کړل شول.
دغه راز، د لغمان ولايت چهاردهي سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله راپورته شوې شخړه چې يو تن پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د ولايتي چارواکو په هڅو هواره شوه.
د يادونې وړ ده چې اړوند مسوولينو د بخښنې، سولهييز ژوند او وروولۍ پر ارزښت ټينګار کړی دی.

