د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی چې د هرات په اسلام کلا پنډغالي کې له ایران څخه د راستنېدونکو لپاره د ۵ مخابراتي شبکو استازولۍ فعالې او د مخابراتي چوپړ په موخه یې فعالیت پیل کړی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو استازولیو کې کډوالو ته په وړیا ډول داسې سیمکارتونه ورکول کېږي چې پر وړیا دقیقو سربیره وړیا انټرنټ هم لري.
سرچینې لیکلي چې دا اسانتیاوې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) له لوري بیرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د مخابراتي ستونزو د حل په موخه چمتو شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “راستنېدونکي به په آسانه توګه د پنځو مخابراتي شبکو سیمکارټونه ترلاسه کړي.”
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې یاد سیمکارټونه په استثنايي ډول د مهاجرت په اسنادو ویشل کېږي چې ۴ میاشتې به فعاله وي تر هغې وروسته د سیمکارټ درلودونکی اړ دی چې خپل سیمکارټ د اټرا د طرزالعمل مطابق ثبت او راجسټر کړي، او د نه راجسټر کېدو په صورت کې به غیرفعاله کېږي.

