د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ‘د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ’ د ښوونځیو زدهکوونکو ته د ۷۲ میلیون افغانیو په ارزښت د درسي توکو د وېشل لړۍ پیل شوې ده.
د غزني پوهنې ریاست مسوولینو امید راډیو ته ویلي چې په دې مرسته کې کتابچې، بکسې، خیمې، تختې، د لومړي او درېیم ټولګي پښتو او دري کتابونه او نور اړین درسي توکي شامل دي.
مسوولینو دا مرسته د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا لپاره مهمه بللې، او په وینا یې چې یاد توکي به د یوې ځانګړې کمېټې په څارنه، د مرکز او ټولو ولسوالیو ښوونځیو ته په شفاف ډول ووېشل شي.
د غزني د پوهنې رییس، مولوي میر نصیر احمد حسيني له امید راډیو سره په خبرو کې دا هم ویلي چې له بنسټیزو اسانتیاوو د زدهکوونکو د برخمنکېدو او مناسب درسي چاپېریال د برابرېدو لپاره هڅې پيل شوې دي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د ځینو مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ له ښوونځیو سره د ورته توکو مرستې شوې وې.

