کورنیو چارو وزارت په اتو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ۲۶ کسانو د نیولکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا کسان له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلا، قاچاق، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جرمونو په تړاو په هرات، نیمروز، فراه، جوزجان، پروان، فاریاب، پکتیا او بغلان ولایتونو کې نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې، کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د لسګونه کسانو د نیولو خبر ورکړی و. دغه وزارت خبرداری ورکړی چې د ټولو هغو کسانو د فعالیتونو مخه به نیسي چې د هېوادوالو لپاره سرخوږی جوړېږی او د هېواد امنیت خرابوي.

