ډېر لوستل شوي

د افغانستان او اندونیزیا د دیني اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې شوې

په جاکارتا کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ د اندونیزیا د دیني چارو له وزیر نصرالدین عمر سره کتلي دي.

ياد سفارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي. دغه راز په دې ناسته کې ټينګار شوی، چې د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د تبادلې پروګرامونه پیاوړي شي، افغان قاریان د قرآن کریم په نړیوالو او نورو دیني سیالیو کې د ګډون فرصتونه ومومي، او د اندونیزیا د دیني علومو په مدرسو کې د افغان زده‌کوونکو لپاره د تحصیلي بورسونو زمینه برابره شي.

اړوند خبرونه