د افغانستان دفاع وزارت وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د افغانستان هوایي حریم نقض کړی او د ډېورند فرضي کرښې ته څېرمه د پکتیکا ولایت په «مرغۍ» سیمه کې یې د ملکي خلکو پر یوه بازار بمبار کړی دی.
یاد وزارت په خپره کړې اعلامیه کې دغه برید «بېساری، له تاوتریخوالي ډک او کرغېړن اقدام» بللی او ټینګار یې کړی، چې دا کار د نړیوالو اصولو او د افغانستان د ملي حاکمیت څرګند نقض دی.
سرچينه زیاتوي: «موږ د افغانستان پر خاورې دا تېری په کلکو ټکو غندو او د خپل حریم دفاع زموږ مسلم حق دی.»
د ملي دفاع وزارت په وینا، دا ډول اقدامات د سیمې د ثبات پر وړاندې جدي ګواښ رامنځته کوي، او که وضعیت ترینګلی کېږي، عواقب به یې د پاکستان پوځ ته راجع وي. دا په داسې مهال ده، چې پاکستان بېګاه شپه د ډېورند کرښې ته څېرمه د پکتیکا ولایت په «مرغۍ» سیمه کې یې د ملکي خلکو پر یوه بازار بمبار کړی دی.

