ډېر لوستل شوي

نیمروز کې د دوو قومونو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني پایته رسول شوې

د نیمروز ولایت په «غورماچ» ولسوالۍ کې د دوو قومونو «اشوزو او دوزو» ترمنځ ۳۵ کاله مخکنۍ دښمني په دوستۍ بدله شوې ده.
امید راډیو ته د دغه ولایت مقام رسنیز دفتر په رالېږل‌شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا دښمني د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلاوي، د نیمرو والي په منځګړیتوب او د علماوو شورا او محکمې ریاست په هڅو پایته رسول شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې دښمنۍ پرمهال ۱۰ کسان وژل شوي وو چې شپږ د اشوزو قوم او څلور د ادوزو له قوم څخه وو.
سرچینې لیکلي: “د دې دښمنۍ د پایته‌رسولو په مراسمو کې منځګړو د هر مقتول دیت ۱۵ پنځلس لکه افغانۍ تعین کړی چې څلور دیته یې په څلورو دیتو مقایسه کړي، او پاتې دوه دیته چې جمله یې دیرش ٣٠ لکه افغانۍ کیږي، د ادوزو قوم به یې اشوزو قوم ته ورکوي.”
د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د اړوند مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په هڅو لسګونه ورته دښمنۍ پایته رسول شوې دي.

اړوند خبرونه