ډېر لوستل شوي

د بغلان ولایت د پلخمري ښار پراختیایي سټراټیژیک پلان لاسلیک شوی 

د کور او ښار جوړولو وزیر، مولوي نجیب الله حیات حقاني د بغلان ولایت د پلخمري ښار پراختیایي سټراټیژیک پلان لاسلیک کړی چې پکې د ځمکې کارونې برخې لکه د استوګنې ساحې، سوداګریزې سیمې، اداري ودانۍ، دولتي تأسیسات، شنې سیمې، بنسټیزې زېربناوې او د ښاري ودې مسیر دقیق مشخص شوي دي. 

 د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دغه پلان کې د ښار د انکشافي وړتیا کچه، د متوازنې ودې لپاره د سیسټم جوړول، اقتصادي پرمختګ او د ښاري پراختیا د مهمو مرکزونو پېژندنه او ټاکنه مشخصه شوې ده، همدارنګه د پلخمري ښار د کډوالو ښارګوټي هم د ښاري ودې په محدوده کې شامل ګڼل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري پلانونه د معیاري اصولو پر اساس ترتیبوي او دغه نقشې د ښار د منظمې پراختیا بهیر په دقیقه توګه ترسیموي.

اړوند خبرونه