د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم فاریاب پوهنتون کې د محصلینو سره لویه ناسته کې چې ځايي مسوولینو هم ګډون کړی وو، وویل، د پوهنتونونو زده کړېالان دې ځانونه په ساینس او ټکنالوژۍ سمبال کړي او د ټکنالوژۍ او عصري لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره دې لا جدي هڅې وکړي.
ښاغلي وزیر یاده غونډه کې ژمنه کړې، چې محصلینو ته به د ابتکاراتو او اختراعاتو په برخه کې لا ډېر وسایل او لابراتوارونه برابر کړي.
نوموړي خپله هیله زده کړېالانو ته روښانه کړې او ویلي یې دي: “زه غواړم چې له تاسو تکړه انجنیران، ډاکټران او ساینسپوهان جوړ شي او په خپل دین او عقیده کلک واوسئ.”
د لوړو زده کړو وزیر محصلینو ته وریاده کړې، چې ستاسو تحصیل او ځواني ډېره مهمه ده؛ خپلو درسونو او مطالعې ته متوجه اوسئ او ځیرک موبایلونه له اړتیا پرته مه کاروئ.
د یادونې وړ ده، چې حکومتي چارواکي تل په تحصیل، ټکنالوژۍ او ساینس برخو کې په پرمختګ ټینګار لري او د ځوانو زده کړېالانو پرمټ په دې ډګرونو کې د بې ساري ابتکارونو هیله مند دي.

