ډېر لوستل شوي

تېره يوه ورځ کې ۸۵۴ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د جمعې ورځې په راپور کې ویلي چې د هېواد له بېلابېلو لارو ۸۵۴ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او له ثبت وروسته ورته د لېږد، روغتیايي خدمتونو او مالي مرستو په برخو کې هم پراخ خدمتونه وړاندې شوي دي.
مسوولين وايي، ۸۴۵ افغان کډوالې کورنۍ چې ۴ زره او ۲۶۸ تنه کېږي د اسلام‌کلا، ورېښمو، سپين‌بولدک او تورخم له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټو د بېلابېلو ولایتونو په کچه له ۱۰۷۲ کورنیو سره نغدې مرستې هم کړې دي، او د مخابراتي اسانتیاوو د برابرولو په موخه ۹۰۵ سيمکارتونه وېشل شوي دي.
په ورېښمو لار او سپین بولدک کې ګڼو راستنو شویو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ د خوراکي توکو اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ډاډ ورکړی چې د کډوالو د ستونزو د کمولو لپاره به هڅې دوام ولري.

اړوند خبرونه