ډېر لوستل شوي

چک کې اورلګېدنه؛ کور سوځېدلی، خو مسوولينو له زيانمنو سره د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې

د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالي په «مسجد حوزې قادرخېل» سيمه کې په يوه کور کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله د کور توکي په بشپړ توګه سوځېدلي دي.
مسوولين وايي، يادې کورنۍ ته ځاني زيان نه دې اوښتی، خو د کور د وسايلو سوځېدو ترڅنګ څلور سوه زره افغانۍ زيان هم ورته رسېدلی دی.
په دې ولايت کې له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رئيس مولوي فيض‌الله جلالي خواشيني څرګنده کړې او له زيانمنې کورنۍ سره يې د هر اړخيزې همکارۍ ژمنه کړې ده.

اړوند خبرونه