د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د پيسو نړيوال صندق وروستي راپور ته په اشاره ويلي چې د پاکستان د ملکي او پوځي ادارې ګڼ شمېر غړي په «پراخ او دايمي فساد» کې ښکېل دي.
خلیلزاد نن سهار پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د دغه فساد دوام به د پاکستان پر اقتصاد، پرمختګ او د خلکو پر ژوند منفي اغېز وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د فساد د مهار لپاره د حاکمې طبقې او ملکي شریکانو د اقدام امکان ډېر کم دی، ځکه په وینا يې: “ډېری کسان چې په دې جوړښت کې ونډه لري، له همدې فساد څخه سترې ګټې ترلاسه کوي.”
زلمي خليلزاد له دې سره ویلي چې د IMF راپور ښيي فساد یوازې سطحي نه، بلکې د پاکستان د بوديجې جوړونې، د دولتي شرکتونو د څارنې او مالیاتي سیاستونو په بنسټیزو برخو کې ژورې رېښې لري.
خلیلزاد زياته کړې، چې ښايي د پاکستان عام وګړي د دغه راپور له منځپانګې حیران نه شي، ځکه: “دوی له کلونو راهیسې د دې پراخ فساد بار پر اوږو وړي.”
دا په داسې حال کې ده، چې د پيسو نړيوال صندق د رواني ميلادي کال د نومبر په ۲۰مه راپور ورکړی، چې د پاکستان په حکومتي ادارو کې د پراخ فساد رېښې شته دي.

