ډېر لوستل شوي

سږ کال له جرمني څخه نږدې ۲۰ زره کډوال ایستل شوي

د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د روان کال له پیله تر اکتوبر میاشت پورې له یاد هېواد څخه د افغانانو او سوریایانو په ګډون ۱۹ زره ۵۳۸ کډوال ایستل شوي دي.
په راپورونو کې د جرمني کورنیو چارو وزارت په حواله ویل شوي چې دوی د کډوالو ایستل د پروسږ کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات کړي دي.
د ویلو ده چې څه موده مخکې لسګونه افغانان له جرمني څخه کابل ته رالېږدول شوي وو.
له جرمني څخه د کډوالو ایستل داسې مهال زیات شوي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو (پاکستان، ایران) هم د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ زرګونه کورنۍ هېواد ته راستنېږي.
په ورته مهال اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.

اړوند خبرونه