ډېر لوستل شوي

هند د «بهارت ټيکس» نندارتون کې د ګډون لپاره افغانستان ته بلنه ورکړې

د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي اړيکو رييس شفيع اعظم د صنعتي پارکونو د لوی رييس عارف په شتون کې د هند د ټوکر (تکسټايل) وزارت له مسوولينو سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاري، پر پراختيا او پياوړتيا او په ځانګړې توګه د دواړو لوريو د پنبې د توليد او پروسس د بشري ظرفيت لوړنې، د صنايعو د معياري کولو او د ټوکر او جامو سکټور د عصري کولو په برخو کې د ګډو همکاريو د اړتيا او فرصتونو په تړاو خبرې کړې دي.
د همدې ناستې په ترڅ کې هندي لوري افغانستان رسما دعوت کړی چې د «بهارت ټیکس» تر نامه لاندې نندارتون کې ګډون وکړي او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوريو پرېکړه کړې چې د موضوعاتو د څارنې لپاره به يوه ګډه کمېټه جوړه کړې، څو د افغانستان او هند تر منځ د پنبې او ټوکر په برخه کې پر همکاریو له نیږدې او جزئي بحثونه وکړي او د همکارۍ لپاره مشخص پلانونه جوړ کړي.

اړوند خبرونه