عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د اسلامي امارت روغتیايي اتشې، دوکتور فضل الله سیرت د ترکیې په «ازمیر» ښار کې د روغتیا، کلتور او سیاحت په اړه جوړ شوي درې ورځني نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کنفرانس کې د نړۍ له ۳۲ هېوادونو څخه سفیرانو، اتشو او د ترکیې د عامې روغتیا وزیر برخه اخیستې وه.
سرچینې لیکلي چې دوکتور فضل الله سیرت په دې کنفرانس کې د افغانستان د روغتیایي سیستم د وضعیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړي او د نړیوالو تجربو پر شریکولو، د روغتیایي ظرفیتونو پر لوړولو او د ګډو پروګرامونو د پیاوړتیا پر ارزښت ټینګار کړی دی.
د نوموړي په وینا چې د نړیوالو همکاریو پراختیا د افغانستان د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړولای او هم د کارکوونکو ظرفیتونه پیاوړي کولای شي.
عامې روغتیا وزارت دا هم لیکلي چې د کنفرانس په تخصصي ناستو کې د نورو هېوادونو استازو خپلې تجربې شریکې کړې او د روغتیایي همکارۍ نوي پلانونو یې وړاندې کړي دي.

