د کار او ټولنیزو چارو وزیر، ملا عبدالمنان عمري بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد ټولنې له رییس، نورالله فدوي او مل پلاوي سره په کتنه کې پر اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې د دواړو لوریو لخوا بهرنیو هېوادونو ته نویو افغان کارګرانو د لېږد پر څرنګوالي، هلته د میشت افغان کارګرانو د اوسني وضعیت او د هغوی د ستونزو د حل په اړه خبرې شوې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر له یادې ټولنې غوښتي چې په خپلو کاري فعالیتونو کې نورې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او په کارګرمنونکو هېوادونو کې افغان کارګرانو لپاره بازارموندنه وکړي.
نوموړي همداراز سپارښتنه کړې چې په افغانستان او هم له هېواد څخه بهر خپل فعالیتونه منظم او قانوني کړي، او د کارګرمنونکو هېوادونو د کارګرانو رسمي ټولنو سره کاري اړیکې جوړې کړي.
په ورته مهال د افغان کارګرانو د لېږد ټولنې رییس، نورالله فدوي ویلي چې دوی له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او هېلهمن دي چې د ټولنې ستونزې او ننګونې هم په پام کې ونیول شي.

