ډېر لوستل شوي

تهران يو ځل بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتووالی ښودلی

په کابل کې د ایران سفارت د دې هېواد د ملي امنيت د منشي علي لاریجاني له قوله ویلي، چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو اختلافونو د کمولو په برخه کې د هر ډول هڅې او ابتکار لپاره چمتو دی.
لاریجاني ټینګار کړی چې ایران د سیمه‌ییز ثبات ملاتړ کوي او حاضر دی د دواړو هېوادونو د نظرونو د نږدې کولو په موخه خپله هر اړخیزه همکاري وړاندې کړي.
دا په داسې مهال ده چې ايران تر دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شويو اختلافونو د کمولو په برخه کې د منځګړيتوب وړانديز کړی و.

اړوند خبرونه