ډېر لوستل شوي

ارزګان؛ هاوان مرمۍ د درېیو وروڼو ژوند اخیستی

د ارزګان امنيه قومندانۍ ددي ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کې د هاوان د يوې زړي سرګلولې د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ د درېیو غړو د وژنې خبر ورکړی.
د امنيه قومندانۍ وياند بیلال روزګاني امید راډیو ته وويل چې دغه پيښه د يادي ولسوالۍ په شيرخاني کلي کې رامنځته شوي ده.
يوې سرچينې ویلي چې ددې پېښې قربانيان ټول سره وروڼه دي چې عمرونه يې اتلس، پنځلس او دیارلس کاله دي او د محمد یونس په نوم د یوه کس زامن وو.
باید هېره نه شي، چې هېواد کې له لسیزو جګړو څخه راپاتې یو شمېر ناچاوده توکي لا هم د هېوادوالو ژوند اخلي.

اړوند خبرونه