ډېر لوستل شوي

د مرکزي زون مسوولینو د ا.ا د مشرتابه د حکم د ښه پلي‌‌کېدو په موخه ناسته کړې

د مرکزي زون ولايتي مسوولينو د کابل والي ملا امين‌الله عبيد په مشرۍ په کابل کې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکمونو د ښه تطبيق په موخه د همغږۍ ګډه ناسته ترسره کړې ده.
د کابل ولايت د رسنيو دفتر وايي، په دې ناسته کې د اسلامي امارت د مشرتابه حکم چې پکې د نافذو قوانينو پر بشپړ عملي‌کېدو، د امر بالمعروف قانون د اغېزمن تطبیق، د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي، د نشه‌يي توکو د کر، قاچاق او خرڅلاو پر ضد جدي اقداماتو، د امنیتي او جنايي جرمونو د کمولو، د تعلیم، مدرسو او پوهنتونونو د ملاتړ او منظمې څارنې، او د ولایتونو ترمنځ د ادارو په بشپړې همغږۍ ټینګار شوی، په تړاو خبرې کړې دي.
په دې ناسته کې ياد مجلسونه د ولايتونو ترمنځ د همغږۍ، ګډو همکاريو او د چارو د لا ښه تنظيم لپاره خورا مهم بلل شوي دي.

اړوند خبرونه