ډېر لوستل شوي

فاکس نیوز: د واشنګټن پېښه کې تورن افغان کډوال په رواني ناروغۍ اخته شوی و

فاکس نیوز راپور ورکړی چې د واشنګټن په مرګونې پېښه کې تورن افغان کډوال رحمن‌الله لکڼوال له تېر يو کال راهيسې په رواني ناروغۍ اخته شوی و.
د سرچینې په وینا، د هغه په اړه د ملاتړ کوونکو له لوري استول شوي برېښنالیکونه ښيي چې لکڼوال په دايمي توګه له ستونزو سره مخ و او حتی ورته ویل شوي وو: “د یوه عادي انسان په توګه فعالیت نشي کولی.”
راپور زیاتوي، چې نوموړي په تېرو میاشتو کې خپلې دندې پرېښې وې، له خلکو يې ځان ګوښه کړی و او څو ځلي يې په غير منظمه توګه سفرونه کړي وو.
د چارواکو په خبره، نوموړی د واشنګټن پېښې تر رامنځته کېدو مخکې په ګڼو نښو راڅرګند شوی و.
دا په داسې مهال ده، په واشنګټن کې مېشت افغان کډوال رحمن‌الله لکڼوال د سپنې ماڼۍ په ساتونکو يې بريد کړی و چې په پايله کې يې يو تن ووژل شو او بل سخت ټپي شوی دی.

اړوند خبرونه