ډېر لوستل شوي

میمنه کې د احتمالي برید هڅه ناکامه شوې

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیف‌السلام خیبر وايي، چې پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د احتمالي بريد هڅه ناکامه کړای شوې ده.
د ښاغلي خيبر په وينا، یوه کس هڅه کوله چې د دغه وزارت پر ریاست برید وکړي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري مخکې تر دې چې دغه کس خپلې موخې ته ورسېږي، نيول شوی دی.
دا په داسې مهال ده چې امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم پر مرکز کابل سربېره يو شمېر ولايتونو کې د ورته احتمالي بريدونو مخې نيولې دي.

اړوند خبرونه