د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت چارواکي وايي، چې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې یو پلورونکی له دې امله نیول شوی چې د لرګیو د وزن د زیاتوالي لپاره به يې له خرڅلاو مخکې لرګي لمدول.
د ياد وزارت وياند مولوي سيفالسلام خيبر د اړوند ریاست رييس مولوي رحمتالله محق په حواله ويلي چې دې تورن کس به له خرڅلاو یوه ورځ وړاندې په لرګیو اوبه پاشلې، څو سبا په تله کې وزن زیات کړي.
د مسوولینو په وینا، دا موضوع د خلکو د شکایتونو او د قضیې د بشپړ څېړلو وروسته روښانه شوې او تورن کس عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی.
ياد وزارت ډاډ ورکړی چې په بازارونو کې د دوکې، احتکار او نورو ناروا کړنو پر ضد مبارزه دوام لري او دې وزارت وړاندې هم د ورته قضیو مخنیوی کړی دی.

