د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، مولوي نورمحمد ثاقب د ترکیې د دیني چارو ادارې د بهرنیو اړیکو له مسوول، انصاري ینتورک په مشرۍ له راغلي پلاوي سره کتلي دي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې مولوي نورمحمد ثاقب د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ژورو دیني، فرهنګي او تاریخي اړیکو یادونه کړې او څرګنده کړې یې ده چې دواړه ملتونه د حنفي مذهب پیروان دي او د ګډو ارزښتونو پر اساس یې اړیکې لا پیاوړې شوې دي.
نوموړي همدارنګه د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو د ترکیې هېواد هڅې ستایلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشترکو همکاریو د لا پراخېدو او ژورېدو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې د بهرنیو اړیکو مسوول ویلي چې افغانستان او ترکیه په دیني، کلتوري، تاریخي او مذهبي برخو کې پراخ او ژور مشترکات لري او افغانانو په نږدې تاریخ کې له سختو ازمېیښتونو او ګڼو ستونزو سره سره په دیني، علمي او ټولنیزو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

